فرهنګ

دافغان خبريالانو دخونديتوب کميټې دغزني دملي راډيو تلويزيون دودانۍ سوځول وغندل .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
طالبان  دغزني ښار ته  په ننوتلو سره  د غزني  ولايت  د راډيو ټلويزيون ودانۍ په قصدي ډول  وسوځاوه .  چې دغه رسني ته زيات مالي زيان اوښتى دى .
ددغې کميټې  په اعلاميه کې چې باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  چې دخبريالانو دخونديتوب کميټې  دطالبانو ددغه اقدام د غندنې په ترڅ کې دطالبانو دغه عمل  دبيان دازادى  داصل پرخلاف بولي او څرګندوي  چې رسنى ملکي دي . او په ملکي هدفونو بريد جنګي جنايت بلل کېږي .
  دخبريالانو  دخونديتوب کميټې  ديوناما له دفتر څخه غوښتي دي  چې له ښکيلو ډلو په تيره بيا په قطر کې  د طالبانو  له سياسي دفتر  څخه غوښتنه کوي  چې دغزني ولايت  په رسنيو د بريد مخه ونيسي .
دغه راز  دغې کميټې  له دولتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي  چې په غزني ښار کې  دنورو رسنيو امنيت  تامين کړي .
اوس په دغه ولايت کې ټولې سيمه ئيزې  رسنى  له فعاليت څخه پاتې دي ځکه د زياترو رسنيو انتنونه  دطالبانو ديرغل په لومړى ورځ سوځول شوي دي . چې دهمدې جګړو له امله دملي راډيو ټلويزيون  يو تخنيکي همکار  محمد داود هم شهيد شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
                                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته