دافغان ترک دښوونځيو زده کوونکي له اتلسو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول .
کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دساينسي علومو ( رياضي ، فزيک ، کيميااو بيولوژي ) دسياليو اتم پړاو چې د ٢٠٠٩ ميلادي کال دمې دمياشتې له ١٩-٢٦ نيټې پورې دهندوستان هېواد دAmity پوهنتون له لوري پيل شوي و دافغان ترک زده کوونکي له اتلسو مډالونو سره ستانه شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دغوسياليو کې چې دافغان ترک له ښوونځيو څخه اوولسو تنو زده کوونکو دافغانستان په استازيتوب ديوولسو نورو هېوادونو دزده کوونکو ترمنځ په سيالۍ پيل وکړ .
دافغان ترک زده کوونکي له دغوسياليو څخه دسرو زرو له شپږو مډالونو ، دسپينو زرو له شپږو مډالونو او دژيړو له شپږو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول .
ختم_عطاالله _ اکرم