سیاست

دافغانستان _ ايران دامنيتي او اقتصادي همکاريو دسند متن تر يوې مياشتې پورې چمتو کيږي .

کابل باختر د تلي ديرشمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .

دملي امنيت دشورا دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.

  په دې کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار وويل چې دافغانستان له خوا دافغانستان _ ايران دامنيتي او اقتصادي همکاريو دهراړخيز سند دتدوين په لاره کې کاري کميټې جوړې شوې دي او دسند دمتن په باب هم ديادونې وړ پرمختګونه شوي دي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار وويل چې دافغانستان – ايران د دوه اړخيزو امنيتي او اقتصادي همکاريو سند به تر يوې مياشتې پورې ددواړو هيوادونو دجګپوړو امنيتي او اقتصادي مسوولينو د خبرو لپاره چمتو شي. .

په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير محمد رضا بهرامي  وويل چې دايران له خوا هم ددوه اړخيزو اقتصادي او امنيتي  همکاريو دسند دتدوين په لاره کې کاري کميټو هم په کار پيل کړى دى او ددغه هيواد غوښتنې او نظريې  به په څرګند ډول  په دغه سند کې طرحه کړي .

ددغه سند دڅرنګوالي په باب دروان کال په لومړيو وختو کې دايران اسلامي جمهوريت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په سفر کې خبرې شوې وې او دافغانستان دملي امنيت دشورا دغونډې له تصويب وروسته د هغه دتدوين عملي  کار پيل شو .

دغه سند ددواړو هيوادونو د اوږد مهالو امنيتي او اقتصادي اړيکو چوکاټ مشخص کوي .

ټاکل شوې  ده دروان ميلادي کال دنوامبر دمياشتې په شلمه نيټه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جګپوړو امنيتي او اقتصادي مسوولينو په ګډون يو هيئت ددغه سند دمحتوياتو په باب دخبرو لپاره دايران اسلامي جمهوريت ته سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته