ښوونه او روزنه

دافغانستان په ځينو سيموکې دښوونځي زده کوونکي له زده کړې څخه بې برخې دي

کابل باخترد وري دريمه :
دافغانستان په ختيځ کې دښوونځيو په زرګونو تنه زده کوونکي دداعش دډلې له خوا ددوى دښوونځيو  دنيولو له امله ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي .
باختر اژانس دامريکا غږ دانترنتي  سايت له خولې  خبر راکړ. دافغانستان دپوهنې وزارت اټکل کړى دى  چې دننګرهار ولايت داچين ، هسکې مينې او دکوټ دولسواليو د ٥٨ ښوونځيو څه ناڅه  ٣٣ زره تنه زده کوونکي ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوي دي .
داچين  په ولسوالۍ کې څه دپاسه ٤٦ ښوونځي تړل شوي دي او زده کوونکي له خپلو کورنيوسره ګاونډيو  سيمو ته چې ښوونځي پکې پرانستي دي تللي دي .
په وروستيو مياشتو کې په ننګرهار ولايت کې دداعش دډلې  تاوتريخوالي زور اخستى دى  او دداعش دډلې ډار اچوونکو په امنيتي پوستو  څو بريدونه ترسره کړي دي .
په افغانستان کې دداعش ډلې  دډيورند کرښې په اوږدو کې  عمليات دانسان دقاچاقو ، پيسو او آن دچهار تراشو دلرګيو په  خاطر ترسره کوي او دغه راز دغه ډله په خپل رسانه يي  ويب پاڼو کې دبهرنيو داستخدامولو او تعليم په خاطر اعلانونه ورکوي .
دافغانستان حکومت په ننګرهار ولايت کې د داعش دډلې پرخلاف جګړه کې يولړبرياليتوبونه  ترلاسه کړي دي . دافغانستان حکومت او دناتو ځواکونو په دې وروستيو وختو کې دداعش دډلې پرخلاف بريدونه ترسره کړل او ځينې سيمې يې ددوى له شتون څخه پاکې کړې .
دداعش ډله له ښوونځيو څخه دپوځي اډې په توګه استفاده کوي او دهغوى مشران په ښوونځيو کې دستراتيژي او دبنديانو داعدامونو په باب تصميمونه نيسي .
دده سړک په  عالي ليسه کې مخکې له دې چې دداعش  له خوا وتړل شي درې زره  تنو زده کوونکو  زده کړه کوله ، دپوهنې کارکوونکي هيله  لري چې ددغه ښوونځي  زياتره  زده کوونکي  ډير ژر  بيرته ښوونځي ته راشي خو زياتره زده کوونکي  روحي پريشاني لري  .
يوتن  زده کوونکي دامريکا غږ  ته وويل موږ دداعش دډلې غړي وليدل چې دخپلې ياغي ډلې لپاره له  عربي مخفف نامه څخه استفاده کوله او خلک يې وژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته