دافغانستان په لويديځ کې دتروريزم ضدپوځي عمليات بريالي وو
کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دظفر قول اردو مسوولين دافغانستان په لويديځ کې ددغو ځواکونو دتروريزم ضدعمليات دزياتو برياليتوبونو خبري کوي.
دوى وايي چې دروان لمريزکال په بهيرکې دوى دهرات ، غور ، بادغيس اوفراه په ولايتونو کې دلسګونو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره په دي بريالي شوي دي چې په سلګونو طالبان ووژنې اويا يې ونيسي اوپه لسګونو سيمې ددغو جګړه مارانو له شتون څخه پاکې کړي .
دظفر قول اردون قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد باختراژانس ته وويل داردو ځواکونو ددغو عملياتو په بهيرکې څه ناڅه درې سوه ديرش تنه وسله وال طالبان وژلي او يو سلوشپږديرش تنه نور ياغيان يې نيولي دي.
دظفرقول اردو قوماندان زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو مخالفينويو زيات شمېر مشخص قوماندانان هم پيژندل شوي اونيول شوي دي.
دتورنجنرال جاهد دڅرگندونوله مخې: ددغو عملياتو په بهيرکې دفراه ، هرات ، غور اوبادغيس په ولايتونو کې په لسګونو سيمې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.
دظفرقول اردو قوماندان وايي چې دوى دطالبانو له شتون څخه دهرې سيمې له پاکولو وروسته دنورو مرکزونو په همکاري دبيارغاونې دپيل زمينې برابري کړي دي.
ويل کېږي دطفر قول اردو له خوا څه ناڅه يوسلو لس تنه خوراکي توکې هم دعملياتو په بهيرکې په اړو کورنيو ويشل شوي دي .
په همدي حال کې دظفر قول اردو قوماندان وايي چې دوى دافغانستان په لويديځ کې دخلکو دثبات اومصونيت دتامينولو په خاطر دڅوپوځي عملياتو دترسره کولو لپاره دپروګرام دجوړولو په حال کې دي.