کابل باختر د وري ديرشمه :
په هرات او دهېواد په څو لويديځو ولايتونوکې دتاپي پروژې ځمکنۍ او هوايي سروې ګانې پيل شوې دي .
په هرات ولايت کې مسوولان دتاپي پروژې دسروې دلومړنيو پړاونو داجراکولو هرکلى کوي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې په لارو او سړکونو کې دښخ کړى شويو ماينونوکشف اوشنډول دهېواد په لويديځ کې دتاپي پروژې لومړنۍ عملي کار دى .
ده وويل چې له څه مودې راپديخوا دتاپي پروژې دګازو دليږدونې دنل ليکې دغځولو په تګلوري کې څيړنې اويا هم ځمکنۍ او هوايي سروې ګانې پيل شوې دي . ښاغلي فرهاد زياته کړې ده ټاکل شوې ده دماينونو له پيژندنې او کشف وروسته دانجنيرى ټيم او ماهران هغه سند او ساحه خوندي کړي .
دفرهاد دڅرګندونو له مخې، بل پړاو دګازو دليږدونې د نل ليکو دغځولو لپاره دتګلوري کيندل دي .
ده دغه راز دخاورې پيژندني څيړنې په همدې برخه کې شاملې وبللې او ويې ويل چې له سروې ګانو وروسته په دغه ولايت کې دتاپي پروژې دپلې کولو وروستي پړاونه پيليږي .
ده هيله وکړه چې دکار دغه پړاو په ټاکلي وخت کې پاى ته ورسيږي او دتګلوري دکيندنې پړاو پيل شي
دافغانستان په خاوره کې دتاپي پروژې له پرانستلو څخه کابو دوه مياشتې تيريږي .
دهرات خلک ددغې طرحې دعملي کولو کار او دهغې داقتصادي طرحو پيلولو ته سترګې پرلاره دي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
1 1 دقیقه لوستل