امنیت

دافغانستان په شلو ښوونځيو کې دامنيتي پوستو جوړول .

کابل باختر د وري اوومه :
دبشر دحقوقو دمدافع سازمان مسوولينو په ښوونځيو کې دپوځي پوستو او سنګرونو جوړول دافغانستان  دپوهنې په وړاندې  يوه ستره ستونزه بللې  ده .
دغه سازمان له ښوونځيو څخه دپوځي استفادې شل مورده ثبت کړي دي چې پنځلس  مورده يې دافغان امنيتي ځواکونو او نور يې د ډار اچوونکو ډلو له خوا ترسره شوي دي .
دغه موضوع ديوشمير ښوونځيو دتړل کيدو سبب شوې ده اوپه دې ترڅ کې يې پوهنه له خطر سره مخامخ کړې ده .
کله چې په جګړه  کې ښکيل ځواکونه له ښوونځيو څخه دسنګر او يا پوستې په توګه کار اخلي ، نه يواځې له زده کوونکو څخه دلوست دښوونې او روزنې حق اخلي بلکې ښوونځي په يوه جنګي هدف بدلوي چې کيداى شي دزد کوونکو اوښوونکو سلامتيا په خطر کې واچوي .
په دېرپوټ کې ويل شوي دي چې دغه ستونزه زياتره دننګرهار ،کونړ ، بغلان ، کندز او دبدخشان په ولايتونو کې شته .
په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې  په افغانستان کې څه ناڅه دوه سوه شل ښوونحي تړل شوي دي چې دښوونځي دچاپيريال پوځي کيدل يې يو دليل دى .
دغه سازمان دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه غوښتي دي چې پوځيان له ښوونځيو څخه وباسي او دکورنيو چارو وزارت دغه موضوع تاييدوي .
  دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې دپوليسو يوشمير پوستې دنااستوګنو سيمو په زيانمنو شويو ښوونځيو کې جوړې شوي  دي او دغه وزارت هڅه او هاند کوي چې له  دې وروسته په ښوونحيوکې دپوستو دجوړولو مخه ونيسي .
دپوهنې وزارت مقاماتو دتيرکال دمارچ په مياشت کې په دې باب دکورنيو چارو وزارت ته يو ليک ليږلى و او غوښتنه يې کړې ده چې ټولې تعليمي موسسې دې دوسله الو کسانو له شتون څخه تشې  کړي او دښوونې او روزنې ارزښت دې دامنيتي ځواکونو په داسې نصاب کې شامل کړي او دبشر دحقوقو دمدافع سازمان  مسوولين وايي چې  تراوسه پورې ددغې ستونزې دحل کولو لپاره دومره کارنه دى شوى .
ديادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو دکندز ، بغلان ، زابل او دهرات دولايتونو په ځينو سيمو کې زده کوونکو ته جدي ستونزې پيداکړي دي دوى نه يواځي له ښوونځيو او له نورو تحصيلي موسسو څخه دپوځي موخې او دجيل په توګه  کار اخلي  بلکې زده کوونکو ته يې خبر دارى ورکړى دى چې ښوونحي  ته له ورتګ څخه  دې ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته