امنیت

دافغانستان په ختيځ کې په بې رحمانه ډول دطالبانو له خوا يوملکي سړى وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه
وسله والو طالبانو دهيواد په ختيځ کونړ ولايت کې  ديوه ملکي سړي په دې دليل چې ورور يې دمحکمې قاضي  دى لومړى پزه او غوږونه غوڅ کړل او وروسته يې په ډزو سره وواژه .
دغه سړى دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا دغازي اباد په ولسوالۍ کې له کور څخه يې وتښتول شو او وروسته په ناړۍ ولسوالۍ کې  په يوه صحرايي محاکمه کې  په بې رحمانه ډول ووژل شو .
دناړۍ ولسوالۍ يوه  قومي  مشر دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه سړي يواځنۍ ګناه دا وه چې ورور يې په کونړ کې  دمحکمې قاضي  دى .
دغه قومي مشر وايي چې يرغلګرو دسيمې دلسګونو تنواوسيدونکو دسترګو په وړاندې  ددغه سړي پزه اوغوږونه  غوڅ کړل او وروسته يې  په ډزو سره وواژه .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل له باختراژانس سره په اړيکه کې په دغه ختيځ ولايت کې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ملکي سړي وژل کيدل تاييد کړل اوويې ويل چې دى په دې  جرم  چې ورور يې دمحکمې قاضي دى  په بې رحمانه ډول ووژل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغه ملکي سړي دوژنې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته