امنیت

دافغانستان په ختيځ کې يوه زياته اندازه نيشه يي توکو نيول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
يوه زياته اندازه نيشه يي توکي دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې کشف شول.
دغه نيشه يي توکي پرون ناوخته د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې دامنيتي مامورينو دځانګړو عملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شول.
پوليس وايي: دغه زياته اندازه نيشه يي توکي ټاکل شوې وه دختيځ ولايت ننګرهار مرکز جلال آباد ښارته وليږدول شي.
د اړوندو خبرونو له مخې : دغه نيشه يي توکي يو زر پنځه سوه کيلوګرامه چرس و چې ترلاسه شوي دي.
دننګرهار ولايت دپوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال وال باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغو نيشه يي توکو په اړوند دوه تنه قاچاق وړونکي نيول شوي دي.
ده زياته کړه : نيول شويو کسانو دنيشه يي توکو خلطې په ماهرانه ډول په بار وړونکى موټر کې تر سپينو وښو لاندې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې ،هغه جلال آباد ښارته وليږدوي.
ديوبل خبرله مخې، دنيشه يي توکو شپږ تنه پرچون پلورونکي دامنيتي مامورينو په ځانګړو عملياتو کې دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته