کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
دوسله والو طالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي دافغانستان په ختيځ ننګرهارولايت کې کشف شول.
دغه توکي چې نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راليږدول شوي و . دسرحدي مامورينو له خوا د دُر بابا ولسوالۍ په کروکو کلي کې کشف اوترلاسه شول .
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه توکي ٥٠٠ کيلوګرامه دي .
دعه تائيد کړه چې دغه چاوديدونکي توکي په پاکستان کې بار شوي دي او ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې دطالبانو دتروريستي ډلې په واک کې ورکړى شي . سرحدي پوليسو ددغو توکو دليږدونې په اړوند يو تن نيولى دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ ده د چاوديدونکو توکو انډي د اوړو دبوريو پرځاى په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و.
پوليس وايي چې ترلاسه شوي چاوديدونکي توکي ډير خطرناک توکي دي چې دزياتې ويجاړتيا قدرت لري .
0 1 دقیقه لوستل