امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دوسله والو طالبانوله خوا په ډزو سره د دوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

 کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
وسله والو طالبانو  د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت  کې دوه تنه ملکي وګړي په  ډزو سره ووژل .
دغه کسان چې ويل کيږي  په نورستان کې د خوراکي توکو دپلورنځي  خاوندان و پرون   دوسله والو طالبانو له خوا دډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې وتښتول شول.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې  پوځيانو  دسيمې دخلکو په مرسته  ددغو ملکي وګړو مړي نن سهار دکامديش ولسوالۍ بازار ته څيرمه ترلاسه کړل.
ده وويل ؛   چې دغو کسانو په دولت سره هيڅ راز اړيکې نلرلې .
وسله والو ط البانو تر اوسه پورې   ددغې وژنې  مسووليت په غاړه نه دى اخيستى .
پرون هم وسله والو  طالبانو  په نورستان کې ديوې ديني مدرسې مدرس په ډزو سره وواژه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته