امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دناټو دځواکونو په هوايي بريد کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې  دناټو  دهوايي بريد له امله  ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو تيره شپه ناوخته دلعل پورې ولسوالۍ بازار ته څيرمه  ددوي په پټنځي دناټو دبې پيلوټه الوتکو له  خوا بريد وشو او ووژل شول.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو  جګپوړى قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل   چې يرغلګر په خپل پټنځي کې ديو لړتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و  چې پرې  بريد وشو.
ويل کيږي  چې په دې هوايي بريد کې  دسيمې خلکو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته