امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دماين ښخولو په وخت کې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په  ګډون  درې تنه وسله وال طالبان  دافغانستان په ختيځ کې  دماين ښخولو په وخت کې   ددوى دماين دچاودنې له امله  ووژل شول .
په دې پيښه کې  چې پرون دپکتيکاولايت په خير کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوه   ، څلور تنه نور جګړه ماران ټپيان شول  .
دپکتيکا ولايت دخيرکوټ ولسوال راز محمدمخلص دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  چې دغو طالبانو ته  کله يې چې غوښتل په يوه  ګڼ ميشته لاره کې ماين ښخ کړي  دخپل ماين دچاودنې له امله  مرګ ژوبله واوښته .
دغه سيمه ييز مسوول تائيد کړه چې ددغې  چاودنې په وژل شويو کسانو کې  دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان هم شامل دى .
په همدې حال کې  ددغه ختيځ ولايت پوليس وايي  چې وسله والو طالبانو غوښتل  چې ددغه ماين په ښخولو سره   ملکي وګړو ته  يوه بله خونړۍ  تروريستي پيښه رامنځته کړي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو  او لارو کې  دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي  هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې  قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته