دافغانستان په ختيځ کې ددوو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
  دافغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو له امله دوه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او يوبل پاکستاني جګړه مار ووژل شو .
دغه پوځي عمليات پرون سهار دسرکاڼو ولسوالې په مربوطاتو کې پيل اودهمدې ورځې تر ماښام پورې يې دوام درلود .
دکونړ ولايت دپوليسو يو مقام باختر اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې دوه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
ده وويل چې دغه پوځي  عمليات دطالبانو په يو پټنځاى ترسره شو اوملکي وګړو او افغان پوځيانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانو فعاليت په دې وروستيو وختو کې زيات شوي دي او دغه پوځي عمليات هم دسيمې دخلکو په غوښتنه  ترسره  شوى دى .
په همدې حال کې ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې د وسله والوطالبانو دوه پتنځايونه  دړې وړې  شوي دي او افغان پوځيانو هم ددغې ډلې دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې ترلاسه کړي  دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته