امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دامريکايي پوځيانو دسپرلۍ په کاروان ځانمرګي بريد .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې نن دامريکايي پوځيانو دسپرلۍ په کاروان ځانمرګي بريد وشو .
يوه ځانمرګي يرغلګر دبهسودوولسوالۍ دکاريز کبير په ساحه کې  په چاوديدونکو توکو بار موټر دامريکايي پوځيانو  دکاروان په وړاندې  وچاوه .
دننګرهار ولايت  دامنيې  قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال له باختر اژانس سره په اړيکه کې په دغه ختيځ ولايت کې  دامريکايي پوځيانو دسپرلۍ په کاروان ځانمرګي بريد تاييد کړ خوله امله يې  دسر داوښتى  احتمالي زيان په باره کې څه ونه ويل .
خوعيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې څه ناڅه څلورو تنو امريکايي پوځيانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .
   په دې ځانمرګي بريد کې  دامريکايي پوځيانو دسپرلۍ  يو موټر بيخې له منځه تللى دى .
تراوسه پورې  امريکايي پوځيانو  ددغې پيښې  او له امله يې  دسرداوښتى احتمالي زيان په باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته