کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
دالقاعده شبکې يو جګپوړي قوماندان دافغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې دامريکايي پوځيانو په هوايي بريدکې ووژل شو .
په بلال آل طيب دتيرې شپې داوو بجو په شاوخوا کې دغازي اباد ولسوالۍ د رين دره په نامه کلي کې دده په پټنځي کې دبې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو او له دوو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيل له باختراژانس سره په اړيکه کې دالقاعده شبکې ددغه جګپوړي قوماندان دوژل کيدو خبر تاييد کړ .
ده وويل په بﻻل آل طيب او ددو تنو افغان ساتوونکو يې کله چې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دغازي اباد ولسوالۍ په رين دره کلي کې ددوى په پټنځي کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا بريد وشو او ووژل شو .
تراوسه پورې په بشپړه توګه دالقاعده دشبکې ددغه قوماندان هويت نه دى څرګند شوى .
دافغانستان په ختيځ کې ځينې پوځي مقامات هغه د سعودي عربستان تبعه او ځينې نور هم دعربي متحده اماراتو تبعه بولي . او وايي چې ده دافغانستان په ختيځ کې دزياترو تروريستي بريدونو پلانونه جوړول او هم يې په هيواد کې دطالبانو او داعش په ګډون له نورو تروريستي ډلو سره مالي او تخنيکي ملاتړ کاوه .
تراوسه پورې دالقاعده شبکې په افغانستان کې دخپل دغه قوماندان دوژل کيدو خبر نه دى تاييدکړى .