امنیت

دافغانستان په ختيځ کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
اته تنه وسله وال طالبان دکونړ او نورستان په ولايتونو کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو تيره شپه په داسې حال کې چې تروريستي فعاليتونو بوخت وو ، دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
لومړۍ  پيښه دتيرې شپې داوو بجو په شاوخوا کې له پاکستان سره دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې
سر تيرو دوسله والو طالبانو په يوه کاروان بريد وکړ.
دنورستان ولايت په کامديش کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل :  چې په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول دي وايي چې په دې جګړه کې پوځيانو ته دسر زيان نه دى اوښتې .
دويمه پيښه پرون ناوخته دکونړ ولايت په سرحدي سيمه کې رامنځته شوه .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغانستان په يوې سرحدي پوستې بريد وکړ دکونړ ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال وايي چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې :   په دې پيښه کې دافغانستان سرحدي مامورينو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته