کابل باختردثوردمياشتې ١٩ :
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دغه راز دوام لري .
تيره شپه دکونړ او نورستان په ولايتونو کې ددغو راکټي بريدونوله امله ديوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
په نويو بريدونو کې تيره شپه او نن سهار دکونړ، پکتيکا او دنورستان دولايتونو
په ځينوسيمو له ډيورند کرښې له خوا څخه په لسګونو توغول شوي توغندي ولګيدل .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال
ته وويل : د دغو عملياتو په بهيرکې تيره شپه د نورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ او دکونړولايت په ځينو سيمو چې دډيورند کرښې ته څيرمه پرتې دي
راکټي بريدونه وشول چې له امله يې ديوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون دپنځو
تنو دټپي کيدو سبب شول.
دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې دپاکستاني پوځيانو ددغو راکټي بريدونو له امله څو کورونه ويجاړ شوي دي او څو څاروي له منځه تللي دي.
دافغانستان په ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه درې کاله مخکې دوري په مياشت کې پيل شول او دغه راز تراوسه پورې دوام لري .
دوړاندې شويو شميرونو له مخې ددريو کلونو په بهيرکې دپاکستاني پوځيانو
له خوا څه ناڅه يولس زره توغندي دافغانستان په ختيځو سيمو توغول شوي
د چې له امله يې سلګونو تنو ملکي وګړو او د سيمو اوسيدونکو ته مرګ
ژوبله اوښتې ده.
دپاکستان پوځي مقاماتو او ديپلوماتيکي مرکزونو تراوسه پورې په افغانستان
دخپلو دغو يواړخيزو راکټي بريدونو په باب روښانه دليلونه نه دي وړاندې کړي.
زياتره پوځي اوسياسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان اوپه تيره بيا ددغه
هېواد استخباراتي سازمان آى اس آى غواړي ددغو بريدونوپه زياتولو سره لومړى په افغانستان کې د ډيورند کرښې ته څيرمه ځينې سيمې نا امنه اوله هغه وروسته له استوګنې څخه تشې کړي او وروسته دتروريزم هغه پټنځايونه چې تراوسه پورې له کرښې اخوا شتون لري دې خواته وليږدوي چې دغه هېواد دتروريزم دملاتړ او سمبالولو له ملامتۍ څخه خلاص شي .
دپاکستاني پوځيانو دغه يو اړخيز راکټي بريدونه تراوسه پورې دافغانستان
ددولت او دمدني ټولنې او دبشر د حقوقو دمرکزونو غبرګونونه را پارولي دي
خو دغو غبرګونونو مثبتي نتيجې نه دي رامنځته کړي.