امنیت

دافغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دغه راز دوام لري

کابل باختردجوزا دمياشتې ٨ :
د افغانستان په ختيځ د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه  په بې ساري توګه دوام لري
ددغو بريدونو په بهيرکې چې تيره شپه او نن سهار  دکونړ او نورستان دولايتونو
ځينې سيمې دډيورند کرښې له  اخوا څخه د لسګونو توغول شويو توغنديو دلګيدو شاهدې وې  خو ويل کيږي چې  دسرزيان يې نه دى اړولى .
دکونړولايت  امنيه قوماندان  جنرال عبدالحسيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال 
ته وويل :   چې له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې  څه ناڅه شپږويشت توغندي  دپاکستاني پوځيانوله خوا د دانګام او دشيګل دولسواليو په ځينو سيمو توغول شوي دي  .
ده وويل   چې دغو بريدونو دسر زيان نه دى اړولى خو دسيمو خلکو ته يې زيات مالي تاوان اړولى دى.
له بله پلوه دافغانستانن په  ختيځ  کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان وايي  چې دنورستان ولايت  دکامديش ولسوالۍ  په ځينو سيمو ددغو توغنديو دلګيدوله امله   داستوګنې څو کورونه ويجاړشوي دي.
دوروستۍ يوې اوونۍ په بهيرکې  دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه بې سارې وو .
په دغو بريدونو کې دپکتيکا، کونړ او دنورستان په ولايتونو کې  دډيورند کرښې ته څيرمه سيمې  دلسګونو توغنديو دلګيدو شاهدې وې .
ټيک څلور ورځې مخکې   دکونړاو نورستان په ولايتونو کې  داستوګنې په څو کورونو  دشپږو توغنديو  دلګيدو له امله   ديوې ښځې په ګډون درې تنه ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
په خبرونو کې ويل شوي دي   چې يوازې دوروستۍ يوې اوونۍ په بهيرکې  په لسګونو کورنۍ  دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دزياتوالي له امله دخپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي.
  زموږ خبريالانو دختيځو ولايتونو  هغه سيمې چې دپاکستاني پوځيانو تر راکټي بريدونو لاندې نيول شوې دي ، کتلې دي.
ددغو سيمو اوسيدونکو په دولت باندې انتقاد کوي او وايي چې کلونه کلونه کيږي  چې پاکستان  له کوم دليل پرته دافغانستان په خلکو  توغندي اوروي. خو دولت دخپلو بيوزلو خلکو  دحق دفاع نه کوي او چوپه خوله پاتې دى .
دا په داسې حال کې ده  چې دپاکستان لوى درستيز افغانستان ته  په خپل سفرکې وويل ،  چې هيواد يې  دډيورند کرښې دامنيت په تامينولو کې مرسته کوي  او دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو موضوع به وڅيړي.
دافغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه درې  کاله مخکې دوري په مياشت کې پيل شول   او تراوسه پورې دوام لري  چې له امله يې څه ناڅه سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  چې ټول ملکي وګړي اودسيمې اوسيدونکي دي.
دپاکستان پوځي مقاماتو او ديپلوماتيکو مرکزونو تراوسه پورې په افغانستان
دخپلو دغه يو اړخيز راکټي بريدونو په  اړوند روښانه دليل  نه دى وړاندې کړى.
زياتره پوځي اوسياسي کارپوهان په دې باور دي  چې پاکستان اوپه تيره بيا  ددغه
هېواد استخباراتي سازمان  ( آس  ا س  آس )  غواړي ددغو بريدونو په  زياتوالي سره لومړى   په افغانستان کې  دډيورند کرښې ته څيرمه سيمې  نا امنه  اوله استوګنې څخه تشې کړي او وروسته دتروريزم پټنځايونه چې تراوسه پورې  له کرښې اخوا شتون لري  له کرښې دې  خوا ته وليږدوي  چې دغه هيواد دتروريزم  دملاتړ او سمبالولو له ملامتۍ څخه وژغورل شي .
دپاکستاني پوځيانو دغه يو اړخيز راکټي بريدونه دافغانستان ددولت اودمدنې ټولنې  او دبشردحقوقو دمرکزونوله خوا غبرګونونه ښودل شوي دي  خومثبتې نتيجې يې نه دي ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته