امنیت

دافغانستان په جنوب کې دسړک جوړولو ديو شرکت په کارکوونکو دطالبانو بريد .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
وسله والو طالبانو  دافغانستان  په جنوب زابل ولايت کې دسړک جوړولو ديو شرکت  په کارکوونکو  بريد وکړ .
  دغه بريد  نن له غرمې مخکې ټيک هغه وخت وشو  چې  دترنګ  په نامه  دسړک جوړولو  دشرکت  کارکوونکي  دکابل _ قندهار  سړک  په ترميمولو بوخت و ،.
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل  چې دطالبانو په دې بريد کې  د ترنګ  دسړک جوړولو  يو کارکوونکى  ټپى شوى دى .
  درارسيدلوخبرونوله مخې ،يرغلګر دسړک جوړولو ددغه شرکت  په کارکوونکو  له ډزو وروسته  تښتيدلي دي .
  له بلې خوا  د ترنګ  دسړک جوړولو دشرکت  يو مسوول وايي  چې  يرغلګرو  ددوى يوه دستګاه  په ډزو سره  ويجاړه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته