سیاست

دافغانستان په جنوب لويديځه حوزه کې په روان کال کې ايران ته دسفرسل زره ويزې صادرې شوي دي

کابل باختر د کب دمياشتې ٨ : په هرات ښارکې دايران داسلامي جمهوريت سرقونسل اعلام وکړ چې سږ کال څه دپاسه سل زره ويزې دافغانستان په لويديځه حوزه کې غوښتونکو ته صادر شوي دي. دايرنا دخبرله مخې : محمود افخمي دشنبې په ورځ په هرات کې ايرنا ته وويل چې افغانان دمهاجرت په لټه کې دي او ددغې موضوع په باره کې دافغانستان په لويديځ کې دويزې غوښتوونکي زيات شوي دي . ده زياته کړه په هرات کې دايران قونسلګرۍ دافغانستان په لويديځه حوزه کې ښاريانو ته په بيلابيلو برخو لکه اقتصادي ، سياحتي او د درملنې په برخو کې په ورځ کې څه د پاسه ٤٠٠ ويزې صادروي . افخمي وويل ؛ سوداګرو ،صنعت کارانو ،کسبګرو او چلوونکو ته چې دترانزيت په دې تګلوري کې فعاليت کوي دويزې په صادرولو کې هيڅ راز محدوديت موجود نه دى . ده څرګنده کړه هغه ناروغان چې دخپلې درملنې په لټه کې دي په هرات کې دايران قونسلګرۍ ددوى په خدمت کې ده او حتى که ځينو يې پاسپورت هم نه درلوده ددوى په ليږدونه کې همغږي ترسره شوې ده. افخمي وويل که څه هم دايران د قونسلګرۍ دکارکوونکوشميردغوښتوونکو دويزې د اجرا کولو په برخه کې کافي نه دى خو بيا هم دغه کارکوونکي په خپل ټول توان سره غوښتوونکو ته دسفر د ويزې په اجرا کولو خدمت کوي . دايران اسلامي جمهوريت دننګرهار ، قندهار ، بلخ اودهرات په ولايتونو کې څلور قونسلګرۍ لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته