-کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې٤:
دافغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی چې د چین د تسنګهوا پوهنتون په بلنه د نړیوالې سولې ترنامه لاندې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی، د شنبې په ورځ یې په دغه غونډه کې ګډونوالو ته وینا وکړه.
دحامد کرزي د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
پخواني جمهور رئیس د افغانستان او سیمې د امنیتي حالاتو په باب خبرې وکړې او د تروریستي ډلو د فعالیتونو پراخېدل یې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ستر ګواښ وباله.
حامد کرزي په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د چین او روسیې رول مهم او اغیزمن وباله او زیاته یې کړه:مطمئین یم چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره به د سیمې ټول هېوادونه په کلکه د دوی ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د حضور په هکله پخواني جمهور رئيس وویل پرته له یوې روښانې تکلارې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سرتېرو زیاتوالی به هیڅ درد دوا نکړي او مثبته نتیجه به ونلري بلکې دا کار به د افغانانو د لا زیاتې مرګ ژوبلې او د کلیو او باندو د ویجاړېدو سبب شي.
حامد کرزي همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاري او د ورېښمو لارې پر بیا رغونې ټینګار وکړ.
1 1 دقیقه لوستل