دافغانستان له ژورناليستانو سره دمالي ملاتړ دصندوق له هيئت سره دلومړى ميرمنې غونډه .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
لومړى ميرمنې دافغانستان له ژورناليستانو سره  دمالي ملاتړ  دصندوق له مشرتابه هيئت سره  په غونډه کې وويل  دافغانستان  دژورناليستانو سره دمالي ملاتړ صندوق يوه داسې بيمه ده   چې په بيړنۍ  حالت کې له خبريالانو او دمطبوعاتو له کارکوونکو سره  مالي مرسته کوي او په راتلوونکې کې هم  له ناروغو ، بې وزلو خبريالانو او دهغو ژورناليستانو له کورنى سره چې د ژورناليزم  دمسلک په لاره کې له منځه ځي اويا هم معلول کېږي وړيا مرسته کوي . په دې شرط چې دمرستې غوښتوونکى ژورناليست ،  دصندوق غړيتوب ولري .
دصندوق رييس  محمد اصف وردګ دصندوق درامنځته کولو او په روان کال کې دصندوق دفعاليت  دڅرنګوالي په اړوندمفصل رپوټ وړاندې کړل  او ويې ويل تراوسه پورې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  محمد اشرف غني  له خوا له ورکړى شويو پيسو څخه چې دصندوق په  واک کې ورکړي دي تراوسه پورې دکابو څلويښتو تنو شهيدو خبريالانو له کورنيو ، ټپيانو او ناروغانو سره مرستې شوي دي . او ټاکل شوې ده چې په راتلوونکې کې هم  له يوشمير نورو ژورناليستانو سره  هم مرستې وشي .
دهېواددلومړى ميرمنې  مطبوعاتي سلاکارې  زهرې يوسف وويل چې صندوق دهېواد دمطبوعاتو کورنى ته  لومړنۍ  مرستې رسوونکي  بنسټ دى . چې په داوطلبانه ډول له څلوروکلونوراپديخوا دټولو خبريالانو او ژورناليستانو په خدمت کې ده .
هغې دصندوق دمشرتابه هيئت  دکړنو له امله مننه وکړه .
دغه راز دصندوق دمشرتابه هيئت دصندوق دکاري بهير دښه والي په مقصديولړ طرحې دهېواد لومړى ميرمنې ته وړاندې کړې .
  لومړي ميرمنې  دصندوق دمشرتابه هيئت  دطرحې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې وړاندې شوي طرحې په ليکلي ډول دلومړي ميرمنې دفتر ته وړاندې کړي چې دهېواد له جمهور رييس سره  شريکه شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته