کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي دخواخوږۍ پيغام:
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د ارزګان ولايت يو سپين ږيرى مشر حاجي رحيم الله جان نوابي د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى.
انالله وانا اليه راجعون.
اروښاد حاجي رحيم الله جان نوابى يو خواږى او مصلح قومي مشر و او دخلکو خيرخواه و . د ده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او د ارزګان د ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښى او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ