کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
ټاکل شوې ده د افغانستان دکرکټ ملي ټيم سبا د آسيا دجام په سياليو کې دپاکستان له ټيم سره لوبه وکړي .
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل :
د آشيا کپ يا آسيايي سيالۍ دافغانستان ، پاکستان ، هند ،سريلانکار او بنګله ديش ټيمونو په ګډون سبا په بنګله ديش هيواد کې پيل او د روان ميلادي کال دمارچ دمياشتې تراتمې نيټې پورې دوام مومي او د افغانستان دکرکټ ملي ټيم ددغو سياليو په لومړى ورځ دپاکستان دکرکټ ملي ټيم ددغو سياليو په لومړۍ ورځ دپاکستان دکرکټ له ملي ټيم سره لوبۀ کوي .
د يادونې وړ ده دپاکستان کرکټ ملي ټيم د آسيا په لومړيو سياليو کې دسريلانکا دکرکټ دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه.
0 1 دقیقه لوستل