ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داسکاتلند په وړاندې ماتې وخوړه

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
  دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم پرون داسکاتلند  ټيم په وړاندې  ماتې وخوړه .
په دوبۍ ښار کې دکرکټ د ٢٠١٥کال دنړيوال  جام لپاره دتياري دپنځوس  اوره لوبو په لړ کې  پرون  دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم دا سکاتلند دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ماتې وخوړه .
  دباخترآژانس دخبر له مخې : په دې لوبه کې لومړى داسکاتلند لوبغاړو بيـــټنگ وګړ او دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته يې دوه سوه ديارلس منډې  هدف وټاکه .
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په نولسم آور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او  ونه کړى شول چې ټاکلى هدف  ترلاسه  کړي .
  دهيواد دکرکټ ملي ټيم ددغوسياليو  په لومړى لوبه کې  داسکاتلند ټيم ته ماتې ورکړې وه او دايرلند ټيم په وړاندې يې لوبه دمقابل  لوري په ګټه بايللې وه .
  په دوبۍ کې دکرکټ سيالۍ د ٢٠١٥ ميلادي کال  دنړيوال جام په خاطر دتياري لپاره  پيل شوي دي او ټاکل شوې ده دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم  دايرلند دکرکټ  له ټيم سره يوه بله لوبه وکړي  .
ټاکل  شوې ده  د ٢٠١٥ ميلادي کال  دکرکټ دنړيوال جام سيالۍ  دروان ميلادي کال په فبروري کې په آستراليا او نيوزرلند کې  ترسره شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته