ورزش

دافغانستان دکرکټ دملي ټيم لومړۍ لوبه دسکاتلند له ټيم سره ترسره کيږي .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم نن ماښام دسکاتلند  دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي .
  دکرکټ بورد  دخپرونو مسوول عزيز غروال  دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه لوبه په هند کې دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم لومړۍ لوبه ده .
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم   دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې  چې نن  د ٢٦ هېوادونو  په ګډون  دهند په کوربه توب  پيليږي په بي ګروپ کې دسکاتلند ،  هانک کانګ  او زمبابوې له ټيمونوسره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته