ورزش

دافغانستان دکرکت ملي ټيم متحده عربي اماراتو ته ځي .

کابل باختر دزمري  اتمه

  دافغانستان دکرکت ملي ټيم په نږدي راتلونکي کې  متحده عربي اماراتو ته ځي .

  دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه ټيم چې  ٢٥ تنه ورزشکاران پکې دي  دنړيوال جام دسياليو لپاره ديو لړ تمرينونو په مقصد چې ټاکل شوې ده دروان کال داګست دمياشتې په ٢٥ نيټه  په استراليا کې ترسره شي دغه هيواد ته ځي .

 دافغانستان دکرکت  داجرائيوي بورد رييس حامدشينواري  باختر اژانس  ته وويل ټاکل شوې ده  له دوو  اوونيو تمرينونو وروسته له ٢٥ تنو ورزشکارانو څخه پنځلس  غوره يې دنړيوالو سياليو لپاره وټاکل شي او دغه ټيم به د ٢٠١٢ کال په سپتمبر کې دسريلانکا له ټيم سره يوه بله  لوبه هم وکړي .

 دغه راز دهيواد دنولس کلنو  ځوانانو ټيم چې اوس  په استراليا کې  تمرينونه کوي  وکولاي شول په دغه  ټيم بريالي شي .

  شينواري وويل دنولس کلنو  ځوانانو ټيم ټاکل شوې ده په خپل ګروپ کې  له پاکستان  ، اسکاتلند  او نيوزيلاند سره سيالۍ وکړي او دنړيوال جام دسياليو له پيل  څخه مخکې داګست په ١٧ نيټه له ايرلند سره  او داګست په ١٨ نيټه  له هند سره دوه لوبې ولري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته