سیاست

دافغانستان دولت دافغانستان له خلکو سره دامريکا دهمکاريو ددوام په باب ددغه هيواد دجمهور رييس دتصميم هرکلى کوي .

کابل باختر  دتلي څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت ددغه هيواد دخلکو په استازيتوب دافغانستان له خلکو سره دامريکا دمرستو ددوام په باب  په تيره بيا په امنيتي برخه کې چې ددواړو هيوادونو ترمنځ په امنيتي قرارداد او دستراتيژيکي همکاريوپه موافقه ليک کې دليکل شويو مندرجاتو پربنسټ دي ، دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس  بارک اوباما دتصميم هرکلى کوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دوياند ددفتر په مطبوعاتي اعلاميه کې  چې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دځواکونو داوسنۍ کچې دساتنې تصميم يوځل بيا له افغانستان سره دامريکا دمتحده ايالاتو دمشارکت  اوداړيکو دټينګښت نوى کول ښيي چې دګډو ګټو او دګډو خطرونو پربنسټ تکيه لري .
ددغو ګډو ګټو په محراق کې دافغانستان  ثبات او پرمختګ  او دسيمې او نړۍ له تروريزم سره مبارزه ده .
دغه تصميم ددواړو جمهورو رييسانو دڅو مياشتنيو پرله پسې  خبرو پربنسټ او دګډ کار او ددواړو لورو دمقاماتو ددقيقو څيړنوپه نتيجه کې نيول شوى دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او اجراييه رييس دهيوا ددسرتيرو ، افسرانو او جنرالانو په ګډون په بيلابيلو  کچو له خپلو همکارانو سره دپرله پسيې  کاراوسلامشورو له لارې دافغانستان دامنيتي  اودفاعي ځواکونو سترې اړتياوې او په تيره بيا له تروريزم سره دمبارزې  وخت وڅيړه دغه څيړنې اوګډ کار يوځل بيا ددواړو دولتونو او دهغوى دخلکو ترمنځ  دهمکارۍ او دوستۍ دنوي کولو بنسټ  شو .
دافغانستان ددولت مشرتوب هوډمن دى چې دغه اړيکې  له تروريزم سره دمبارزې په برخه کې له پخوا زياتې ټينګې کړي .
دهيواد امنيتي او دفاعي ځواکونه دخلکو دامنيت دتامينولو او دخپلې خاورې ددفاع مسووليت په غاړه لري او په ميړانې او زړورتيا سره ديوه مکار اوبې رحم دښمن په وړاندې  دخپل هيواد او خلکو دفاع کوي او دامريکا دمتحده ايالاتو نوى تصميم کولاى شي دوسله وال پوځ  دزيات ملاتړ ، روزنې ، سمبالولو او دهغوى دمحاربوي  ځواکمنۍ دزياتوالي  په لاره کې مرسته وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت يوځل بيا افغانانو او ددغه هيواد نړيوالو همکارانو ته ډاډ ورکوي چې دقانون واکمني ، داصلاحاتو دوام اودبشر دحقوقواو دښځو  دحقوقو تامينول او دفاع او اقتصادي وده او پراختيا ددغه دولت داصلي اقداماتو او اجرااتو يوه برخه ده او دهغو دتحقق په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
تروريستي ډلې  او دافغانستان ددولت مخالف وسله وال طالبان دې بايد په دې پوه شي چې دهيواد دامنيتي ځواکونو په وړاندې ددوى جګړه به له ماتې او دنورو دګټو له تامينولو پرته بله نتيجه ونه لري .
دافغانستان  دولت يوځل بيا ټينګار کوي چې دافغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه به دهشت او ترور ته په بشپړ قوت سره ځواب ورکړي خو هغو کسانو ته دسولې انتخاب پرانستى ساتي چې له دغه بهير سره پيوستون  ته چمتو دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته