کابل باختر دزمري اوولسمه :
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن دافغانستان دمحصلانو دټولنې او دښځينه ښوونکو دټولنې له غړوسره وکتل .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دافغانستان دمحصلانودټولنې او دښځينه ښوونکو دټولنې غړو خپلې ستونزې او انديښنې دجمهور رييس له فوق العاده استازي سره شريکې کړې .
ددغو ټولنو غړو دافغانستان دښځو فدراسيون دجوړولو په وړانديز سره څرګنده کړه چې په تيرو کلونوکې دزياتو پيسو له لګولو سره سره دهېواد دښځو دحالت دښه والي په خاطر هيڅ رازمطلوب اوبنسټيز بدلون نه دى رامنځته شوي . دغو نجونو دغه راز زياته کړه چې ښځو ته دملاتړيزو پروژو د تطبيق بهير شفاف نه دى او دې ته اړتيا ده چې په دې باب سمه څيړنه ترسره شي .
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود ددغو ټولنو دکړنو او پروګرامونو په ستاينې سره وويل دملي وحدت حکومت هڅه او هاند کوي چې په بيلابيلو برخوکې دښځو دشتون زمينه زياته برابره کړي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې دښځو له شتون پرته ټولنيز انکشاف نيمګړي دي او دښځو روزنه او ملاتړ دټولنو دودې او سلامتيا لپاره يو اساسي او مهم کاردى .
دجمهور رييس فوق العاده استازي ټينګار وکړ هغه تولنه چې دښځو ودې ته پاملرنه نه کوي په حقيقت کې ددغې ټولنې نيمايي به معيوبه وي .
0 1 دقیقه لوستل