دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په وروستي نيمايي پړاو کې دنيپال له ټيم سره لوبه کوي .
کابل باختر د وږي دريمه :
دهيواد دنولسو کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم داسيا دجنوب په سياليو کې په وروستي نيمايي پړاو کې بل سبا دنيپال له ټيم سره لوبه کوي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباختر اژانس ته وويل داسيا دجنوب دفوټبال سيالۍ چې له شپږو هيوادونو څخه دشپږو ټيمونو په ګډون دنيپال په کوربه توب يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې څلورو ټيمونو وکولاى شول ددغوسياليو نيمه وروستي پړاو ته لاره ومومي . او په وروستۍ نيمايي پړاو کې دافغانستان او نيپال او دهند اوبنګله ديش ټيمونه لوبې کوي .
ددغه پړاوګټوونکي ددغو سياليو وروستي پړاو ته لاره پيداکوي .