ښوونه او روزنه

دافغانستان دعلومو اکاډمي او بلغاريا ترمنځ په علمي همکاريو باندې ټينګار وشو .

کابل باختر دسلواغي اتمه
  دافغانستان دعلومو اکاډمي سرپرست نن په کابل کې دبلغاريا جمهوريت له سفيرسره دعلمي همکاريو دپراختيا  په اړوند وکتل .
دباختر اژانس دخبر له مخې په دې کتنه کې چې دعلومو اکاډمي په مقر کې وشوه ددغې اکاډمي سرپرست څيړنپوه  ډاکتر نجم الدين ترين په کابل کې دبلغاريا جمهوريت له سفير نيکولاي يانکوف سره  دعلمي همکاريو په باره کې  خبري وکړي او په علمي برخو کې يې ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاري دلازياتي پراختيا غوښتنه وکړه .
دغه راز په دې کتنه کې په کابل کې دبلغاريا سفير ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دټينګښت  او دعلومو اکاډميو ترمنځ دتفاهم ليکونو دلاسليک کولو په باب  ددغه هيواد  دعلومو داکاډمي درييس پيغام وړاندې کړل او دافغانستان دعلومو داکاډمي سرپرست ته يې بلنه ورکړه دچې بلغاريا ته سفر وکړي او د غه راز دعلمي اړيکو دپراختيا په خاطر ددواړو  لورو دزياتو غونډو په جوړولو باندې ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته