دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام
کابل باختر د تلې ١٨
دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام:
په ډيرې خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې ددين او وطن دښمنانو يوځل بيا خپل کرغيړن لاسونه دافغانستان ديو جيد عالم په پاکو وينو سره ککړل او دافغانستان دعلماو دسرتاسري شورا غړى او د ارزګان ولايت دعلماوو شورا رييس مولوي عبدالصمد يې په شهادت ورساوه .
انا لله واناليه راجعون .
شهيد مولوي عبدالصمد يو سپين ږيرې عالم ، په دين مين ، زړه سواند ، وطن دوست اومصلح شخصيت و چې ددين او وطن په لاره کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کولې .
دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا د دښمنانو دغه غير اسلامي او غير انساني عمل په کلکه غنه ده و او دلوى خداى ( ج ) څخه ده شهيد ته دفردوس جنت ، پاتې کسانو او د ارزګان ولايت علماوو ته دجميل صبر او ددې جنايت عاملينو ته دسختې سزا هيله کوي .