دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دخواخوږي او ډاډګيرنې پيغام.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دخواخوږي او ډاډګيرنې پيغام.
په ژورې خواشني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يومشهور عالم او دجوزجان ولايت دعالمانو شورا رييس مولوي محمد ابراهيم مجهز وفات شوى دى.
انا الله وانااليه راجعون
اروښاد خپل عمردهيواد دبچېانو په روزنه تير کړ او دهيواد دارامي او دآبادي لپاره يې خدمت وکړ.
داروښاد دمړينه يوه علمي ضايعه ده ،دلوى خداى (ج) له دربار څخه اروښادته دفردوس جنت او پاتي کسانو، خپلوانو او دجوزجان ولايت درنو عالمانو دجزيل اجر او جميل صبر هيله کوو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته