ټولنه

دافغانستان دعالمانود سراسري شورا پيغام!

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
دافغانستان دعالمانود سراسري شورا پيغام!
له بده مرغه  چې بيرحم دښمن بيا هم زموږ په مسلمانو ، ملکي او بيګناه خلکو بريد وکړ  او دکابل ښار  د دشت برچي په سيمه کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې په يوه مرکز کې د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره د ماشومانو ، ښځو  او د ملکي  وګړو په ګډون  زموږ دلسګونو تنو مسلمانو هيوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو .
انالله ونااليه راجعون
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا  دغه وحشيانه عمل  په کلکه غندي او هغه د ټولو اسلامي  اوانساني موازينو پرخلاف بولي او د لوى  خد اى ج  له دربار څخه  شهيدانو ته دفردوس جنت ،. ټپيانو ته دبشپړې  اوبيا روغتيا  او خپلوانو اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر او د جزيل اجر  او د دغه جنايت  عاملينو ته  د دنيا د رسوايۍ  او د آخرت  د درناک عذاب استدعا کوي او د هېواد له امنيتي ارګانونو څخه غواړي چې دنوم ليکنې د مرکزونو په ساتنه کې دې له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي او د دغه شان پېښو مخه دې مخکې له مخکې ونيسي .
   پاى ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته