کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣
دافغانستان دشهيدانو د وارثانو ټولنيز مرکز د ٥٧ ٥٨ کلونو دجنايتونو دعاملينو دپيژندلو او دشهيدانو دښخولواو دسيمو دتثبيتولو غوښتنه کړې ده.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دافغانستان دشهيدانو دوارثانو ټولنيز مرکز نن په کابل کې ديوې غونډي په ترڅ کې دهغو جنايتونو دعاملينو دنيولو غوښتنه وکړه چې په ٥٧ او ٥٨ کلونو کې رامنځته شوي دي .
دغه مرکز وايي چې په هغو کلونو کې زموږ سلګونه تنه هيواد وال اد وخت دحاکمانو له خوا ونيول شول ، وځورول شول او شهيدان شول.
په دې غونډه کې چې په ولسي جرګه کې دخلکو يو شمير استازو او يو شمير کابل ښاريانو ګډون کړې وو.
وينا والو د ٥٧او ٥٨ کلونو دپيښو په باب خپل نظر څرګند کړ اوددغو جنايتونو له عاملينوسره يې دحقوقي چلند غوښتنه وکړه.
هغوي يو پريکړه ليک تصويب کړ چې دشهيدانو دءدښخولودسيمو دپيژندلو او ددغه شان جنايتونو دعاملينو دمحاکمې غوښتنه پکې شوې ده.
دشهيدانو د وارثانو دټولنې مرکز په داسې حال کې دغه غونډه جوړوي چې په دې وروستيو وختو کې دهالنډيو څارنوال دافغانستان د پخوانۍ دولت داستخباراتو د دستګاه ديو جنرال دتحقيق نتيجې اود پنځو زرو تنو لست چې ويل کيږي د وخت درژيم دواکمنانو له خوا شهيدان شوى و ، خپور کړ.
3 1 دقیقه لوستل