امنیت

دافغانستان دشمال دمجاهدينو شورا : دولت دې دطالبانو او داعش په وړاندې موږ سمبال کړي

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دافغانستان په شمال کې دمجاهدينو شورا له دولت څخه  وغوښتل  چې دداعش او  طالبانو په شان  دتروريستي ډلو په وړاندې  دوى سمبال کړي.
دغه شورا  چې  دافغانستان دشمال ولايتونو له مجاهدينو څخه  جوړه  شوې ده وايي :دوى  په شمال کې په زيات نفوذ  سره کولاى شي  چې دغه سېمې دتروريستي ډلو له شتون څخه پاکې کړي .
دوى  په افغانستان کې  دامنيت د تامينولو او له تروريستي ډلو سره   دمقابلې په لاره کې د دولت په ديارلس کلنو کارونو په انتقاد سره وايي ، که چيرې  دوى ته  اجازه ورکړ شي په يوازيتوب کولاى شي دخلکو امنيت تامين کړي  .
ددغې شورا غړو نن   په  مزارشريف ښارکې  دبلخ   په ولايتي شورا کې  ستره غونډه  جوړه کړې وه  .
دغه پخواني مجاهدين وايي چې دوى  دافغانستان دمرکزي دولت  اودامنيتي ځواکونو ملاتړ کوي   او دتروريستي ډلو په وړاندې ددوى دغه يون دهېواد ددولت  او دامنيتي    ځواکونوسره دمقابلې په مانا نه ده   .
دافغانستان دشمال د مجاهدينو د شورا مسوول محمدنعيم مهدي يار دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دوى له دولت څخه غواړي  چې دتروريستي ډلو په  وړاندې مجاهدين سمبال کړي .
  ده وويل :  دولت  په تيرو ديارلسو کلونو کې   موږ مجاهدينو ته وخت ور نکړ چې دتروريستي ډلو په وړاندې  ودريږو  که نه  نو دافغانستان  حالات دومره نه خرابيدل.
دافغانستان دشمال دمجاهدينو دشورا مسوول وايي  چې دافغانستان خلک هيڅکله په دغه وحشت او ډار سره دتروريزم  زغم نلري  .
درارسيدلو خبرونوله مخې : دافغانستان په شمال کي دمجاهدينو شورا دخپلو تشکيلاتو دپياوړتيا په لټه کې ده . دغه شورا  ادعا کوي  چې اوس پنځه زره تنه غړي لري  او  که چيرې وغواړي دتروريستي ډلو په وړاندې دخپل هيواد د امنيتي ځواکونو دملاتړ په خاطر  په  مليونونه  تنه سره  يوځاى کړي  .
يوپخوانى  جهادي قوماندان حاجي فتاح  وويل :   موږ له طالبانو او داعش څخه نه ويريږو  . لکه څنګه چې  دپخواني شوروي  او د نړيوال تروريزم په وړاندې  مو دخپل هېواد دفاع  وکړه  د دې تروريستي ډلو په وړاندې  چې هره ورځ  زموږ ماشومان وژني  هم جنګيږو . 
د دغه  پخواني قوماندان د څرګندونوله مخې :  دوى   دکفن پرځاى  به  دافغانستان درې رنګه بيرغ  به تن کړي او دتروريزم په وړاندې به دخپل هېواد  او خلکو دفاع وکړي.
دافغانستان دشمال دمجاهدينو دشورا غونډه  په داسې حال کې  جوړيږي چې په  دې وروستيو وختو کې   دهېواد په  شمال کې  دداعش دتروريستي ډلې د جوړيدو خبرونه اوريدل کيږي .
دهېواد په شمال  کې دبدخشان ولايت اوپه شمال لويديځ کې  دسرپل ولايت  په دې وروستيو وختو کې  دداعش په تروريستي ډلې پورې دتړلو ډلګيو  درامنځته کيدو  ډګر و . 
دافغانستان  دځمکنيو ځواکونو قوماندان  جنرال مرادعلي مراد   په دې وروستيو وختو کې ويلي و چې داعش او ددوى بهرني ملاتړي  هلې ځلې کوي چې دافغانستان په شمال کې نفوذ  وکړي  .
ده  په افغانستان اوپه تيره بيا  دهېواد په شمال ولايتونو کې دداعش نفوذ  دافغانستان  ، دمنځنۍ  آسيا هېوادونو او چين ته   جدي خطر بللى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته