دافغانستان دشفافو انتخاباتو دبسنټ رييس : دراى ورکولو په سلوکې څلويښت مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخامخ دي .
کابل باختر د وري څوارلسمه :
دافغانستان دشفافو انتخاباتو دبنسټ ( فيفا ) رييس نعيم ايوب زاده نن په يوه خبري غونډه کې دملي شورا او دولسواليو دشوراګانو د ترسره کولو دنيټې داعلام هرکلى وکړ او ويې ويل چې دراى ورکولو په سلو کې کابو څلويښت مرکزونه له امنيتي ننګونو سره مخامخ دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دافغانستان دشفافو انتخاباتو دبنسټ رييس دغه راز وويل چې دغه بنسټ دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له لوري دروان کال دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو دنيټې داعلام هرکلى کوي خو داسې موارد شتون لري چې دغه انتخابات به ترسره نه شي .
دده دڅرګندونوله مخې ناامني دانتخاباتو په نه ترسره کيدو کې اساسي ستونزه ده .
ده زياته کړه چې دراى ورکولو په سلوکې کابو دولس مرکزونه له جدي امنيتي ستونزو سره او په سلو کې ديرش مرکزونه په بيلابيلو کچو له ګواښونو سره مخامخ دي چې دغو شميرنو او ارقامو دکارکوونکو بنسټونوانديښنې راپارولې دي .
نعيم ايوب زاده زياته کړه چې دحکومت سياسي چلندونه دانتخاباتو دلارې پرسر ستر خنډونه دي .
ده زياته کړه که چيرې انتخابات په ټاکلى وخت ترسره نه شي بايددانتخاباتو دخپلواک کميسيون غړي استعفا وکړي .
دده په باور دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو د ترسره کولو دبرخليک څرنګوالى ، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا درييسانو نه معرفي کيدل ، دلسو ولايتونو دانتخاباتو دکميسيون درييسانو داستخدام دبرخليک مبهم والى او په انتخاباتو کې دسياسي ګوندونو درول کمرنګوالى ددغه بنسټ نورې انديښنې دي .
دملي شورا غړي صالح محمد سلجوقي په دې غونډه کې وويل زموږ انديښنه دانتخاباتو دمديريت دکمزورتيا له امله ده .
دده دڅرګندونوله مخې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې د پيل دبهير څرنګوالى هم دانديښنې سبب دى .
ده دلسو مليونو ورقي تذکرو ويش دپوښتنې وړ وباله او ويې ويل چې کولاى شي دانتخاباتو مهندسي زمينه برابره کړي .
په همدې حال کې داستازو دمجلس غړي غلام حسين ناصري دانتخاباتو دترسره کيدو له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل که چيرې انتخابات په ټاکلى وخت کې ترسره نه شي دجمهوري رياست د نه ترسره کيدو زمينه به هم برابره شي او هېواد به له بحران سره مخامخ شي .
ختم_٠ عطاالله _اکرم