دافغانستان دسوک وهلو سيالۍ پيل شوه

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دافغانستان دسوک وهلودملي ټيم دانتخاباتي سياليو اووم پړاو په کابل کې پيل شو.
په دغوسياليوکې دکابل په ګډون دهيواد له اوولسو ولايتونو څخه نږدې يوسلو ديرش تنه ورزشکاران ګډون کوي چې په لسو وزني کلاسونوکې د دريو ورځولپاره سيالۍ کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغو سياليو هدف دسوک وهلو ملي ټيم ته دافغانستان  دډيرو تکړه  سوک وهونکو پيژندل او انتخابول دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په پاى کې له هرې وزني کټګوري څخه دلومړۍ،  دويم اودريم مقام  ګټوونکي ملي ټيم ته انتخابيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته