دافغانستان ددوديز طب دڅيړنې سيمينار پاى ته ورسيد .
کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دافغانستان ددوديز طب دڅيړنې سيمينار چې پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوى و. نن په نهو مادو کې يو پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دسيمينار نننۍ کار داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين ، دبيلابيلو مرکزونوديو شمير رييسانو، پوهانو ، دطبي برخې دڅيړونکواودپوهنتونونودځينواستادانو په ګډون ترسره شو .
دسيمينار دويمه علمي غونډه له هغه وروسته چې ډاکتر عبدالحفيظ قريشي درييس په توګه ، شيخ علي احمد فکور دمرستيال په توګه او سعديه ولي دمنشي په توګه وټاکل شول ، پيل شوه .
په دې غونډه کې قاري ذبيح الله دطب سنتي دتصوف اسلامي ترعنوان لاندې مقاله ، ډاکتر فيض الله کاکړ دسايکولوژي مثبت درطب عصري و طب سنتي تر عنوان لاندې مقاله ، ډاکتر احمد فواد پيرزاددبررسي شيوه هاى معالجه امراض درطبابت سنتي و عوارض جانبي ان تر عنوان لاندې مقاله اوپوهنوال محمد عثمان بابري دنګراني ها برموجوددر رابطه په عمل متقابل محصولات طبيعي پا ادويه سنتيک تر عنوان لاندې مقاله ولوستله .
ددغه سيمينار دريمې علمي غونډې دغونډې درييس په توګه دفيض الله کاکړ ، دمرستيال په توګه د ډاکتر عبدالحکيم ميرزاد او دمنشي په توګه دنذير احمد احمدزاد له ټاکل کيدو وروسته کار ته دوام ورکړ .
په دې غونډه کې پوهندوي ګلالي بابک په افغانستان کې دطبي بوټو داقتصادي رول تر عنوان لاندې مقاله ، عبدالحفيظ قريشي دوضعيت کنوني طب سنتي ، بررسي راه هاي توسعه وانکشاف ان تر عنوان لاندې مقاله ، پوهنمل عبدالغني کريمي درمورد معرفي ګياه هاي طبي مستعمله وطبابت سنتي افغانستان او ډاکتر صفي الله نديب دمعياري نمودن طب سنتي تر عنوان لاندې مقالې ولوستلې .
وروسته دسمينار پريکړه ليک داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهنر درييس محمد افسر رهبين له خوا ولوستل شو .
په پريکړه ليک کې په دې ترڅ کې چې ددغه تاريخي سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نوښت ستايل شوى دى دافغانستان دوديز طب د پاليسۍ دمطالعې او تدوين ، دعلمي مرکزونوله خوا د هيواد ددوديز طب دمطالعې لپاره ديوې ملي کميټې جوړول ،ددوديز طبابت معياري کول او څيړنه دې دعامې روغتيا وزارت دپروګرامونو په سرکې ونيول شي .
دافغانستان ددوديز طب دکتابونو او رسالو راټول او د ډاکترانو اومينه والو داستفادې لپاره دهغوى په واک کې ورکول ، دبيلابيلو قشرونو په تيره بيا دطب ډاکترانو ته ددوديز طب دمعرفي کولوپه لاره کې دزياتو سمينيارونو جوړول ، دهيواد دوديزو طبيبانو ته د روزنيزو کورسونو جوړول ، د پوهنتونونو په چوکاټ کې ددوديزو طبيبانو دروزنې دڅيړنې دديپارتمنتونو جوړول اوپه خورشيد ورځپانه کې ددغه سيمينار دمقالو چاپول مهم بلل شوي دي .