کابلباختر د وري٢٣
د افغانستان ددفاع اودکورنيو چارو وزيران امريکا ته تللى دي چې د افغان امنيتي ځوا کو نو دسمبالولو او پراختيا په باب ددغه هيواد له مقا ما تو سره خبري و کړې
جنرال عبد الرحيم وردګ او جنرال بسم الله محمدي دامريکا ددفاع له وزير ليون پنيتا سره ددغه هيواد ددفاع وزارت په مقر پنتا ګون کې وکتل
امريکا ته د افغا نستان ددغو دوو تنو جګپوړو مقا ما تو سفر د تيري ميلادي مياشتې په پيل کې په پام کې نيول شوى و خو د کند هار د پنجوايۍ پيښې اوځينو نورو پيښو چې د اوولسو تنو افغا نا نو ملکي و ګړو د وژل کيدو سبب شول ددغو افغا ن مقا ماتو سفر تر اغيزې لاندې ونيوه او جنرال وردګ اوجنرال محمدي امريکا ته خپل سفر وځنډاوه
په پنتا ګون کې مقا ما تو ويلي دي چې د ا مريکا ددفاع وزير د افغانستان د کا بيني له دغو دوو تنو جګپوړو غړو سره خپله کتنه کې د سيمه ييزو پرمختيا و اود هغو چلنجو نو په باب چې په افغا نستان کې د امنيت د تا مينولو د لارې پر سر پرا ته دي خبري و کړې
د ا مريکا ددفاع وزير په وروستيو مياشتو کې د افغا ن امنيتي ځواکو نو د برياليتو ب هر کلى و کړ او ددغه برياليتو ب له ا مله يي دافغا نستان د کا بيني دوو وزيرا نو ته مبار کي وويله ده په افغانستان کې د امنيتي مسئو ليتو نو د ليږد ونې دبهير د ګړندې کولو په لاره کې تر لاسه شوي پرمختګو نه مثبت ګام و باله
دغه را ز ويل شوى دى چې افغان او ا مريکا يې مقا ما تو په دې کتنه کې د افغا ن امنيتي ځوا کو نو د کميت، ددغه هيواد د وسله والو ځواکو نو دسمبالولو او له ٢٠١٤ کال وروسته د افغا ن امنيتى ځواکو نو د حالت او فعاليت دڅرنګو الۍ په باب خبري و کړې