دافغانستان دختيځ او لويديځ په ولايتى شوراګانو کې دښځو د استازو دغونډى پاى ته رسيدل

کابل –باختر دتلې ١٨
دهيواد دختيځ او لويديځ زون دولايتي شوراګانو دښځيني استازو دوه ورځنې غوڼدي نن په هرات ښارکې خپل کار پاى ته ورساوه.
ددغې غونډې برخه والو دامنيت نشتوالې دميرمنو دپوهې ټيته کچه نژادي توپيرونه او فرهنګي او اقتصادي بې وزلۍ په هيواد کې دښځو دپرمختيا دلارې پرسره ډيرې مهمې پرتې ستونزې وبللې .
دهرات دولايتي شورا رييس عبدالظاهر فيض زاده په دې غونډه کې دښځو فعال ګډون دهمکاري او ارتباط د روحيې د تامينولو او دظرفيت دلوړولو ،فکري او فزيکې ودې او دميرمنو ترمنځ دتجربو دتبادلې په لاره کې رغنده حرکت وباله.
دهرات دولايتي شورا دکورنيو دملاتړ دکميسيون رييسې فاطمې جعفري هم دهيواد په سياسي ،اقتصادي او ټولنيزو برخو کې دښځو دګډون او ونډې په لاره کې پرتي ستونزې او خندونه په ګوته کړل.
ددغې غونډې برخه والو دقانون تطبيق ،ديوبل منل ،دپراخو تبليغاتو ترسره کول او دښځو او نارينه وو دپوهې د کچې لوړول په تيره بيا دهيواد په لرې پرتو سيموکې ،ميرمنوته دکار دزمينو برابرول ،دغوره سالارى د اصل رعايتول او په ټولنه کې دزغم دروحيې پياوړتيا له اوسنيو ستونزو سره دمبارزي هدفونه وبلل او ميرمنو نه دباور دفضا په برابرولو او دټولنې دځواکمن او هڅاند قشر په توګه دښځو د روحيې په پياوړې کولو کې دافغانستان د دولت په جدي هڅو باندې ټينګار وکړ.
دوى له ٢٠٠١ کال وروسته په هيواد کې د ښځو دفعال شتون په يادونې سره دبشر دحقوقو د کميسيون او دفعالو مدني ټولنو په جوړولو ،دښځو دځواکمنى په منعکس کولو کې دسترو ملي کنفرانسونو جوړولو او دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځته وړلو دقانون تصويب دستاينې وړ وبلل.
په همدې حال کې دامريکا نوى قونسلې ميرمن جوليم  دهيواد په سيالۍ ،ټولنيزو او اقتصادي تصميم نيونو کې دښځو له فعالې ونډې اخستنې سره خپل هراړخيز ملاتړ اعلام کړ.
ددغې غونډې په پاى کې دهيواد دختيځ او لويديځ د ولايتي شوراګانو استازو دمطبوعاتي کنفرانسونو په جوړولو سره دهيواد دولايتي شوراګانو ترمنځ د همکاري دوام ګټور وباله اودسولې او دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دښې حکومتوالۍ او د ديموکراسى دپياوړتيا او پراختيا به بهيرونو کې يې دښځو په رول اغيزې باندې ټينګار وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته