دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دنيپال دبهرنيو چارو له وزير سره خبرې وکړې .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دنيپال دفدرال ديموکراتيک جمهوريت دصدراعظم له مرستيال او دبهرنيو چارو له وزير کمال تاپا سره ټيلفوني خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دغو ټيلفوني خبرو کې صلاح الدين رباني دافغانستان د دولت او خلکو په نيابت په کابل ښارکې ديو ځانمرګي بريد له امله دنيپال ديو شمير اتباعو دوژل کيدو په اړوند دنيپال دولت او خلکو ته ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير خپل نيپالي سيال ته ډاډ ورکړ چې دافغانستان دولت دهغو نيپالي اتباعو په درملنه کې چې په دې پيښه کې ټپيان شوي دي له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه نه کوي .
په دغو ټيلفوني خبروکې دنيپال دبهرنيو چارو وزير کمال تاپا دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير دخواخوږۍ او غمشريکې دمراتب، د څرګندولو له امله دمننۍ په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دې دنيپال دوژل شويو اتباعو دمړو دليږدونې او دټپيانو په درملنه کې پاملرنه او همکاري وکړي.
ديادونې وړ ده په هغه ځانمرګي بريد کې چې پرون سهار دکابل ښار نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وشو دنيپال يو شمير اتباع چې يوه خصوصي کمپنې ته يې کار کاوه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته