دافغانستان داسلامي وحدت ديوغړي مصطفي اعتمادي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي  وحدت ديوه پياوړي غړي ارواښاد مصطفي اعتمادي دجنازې  دوړلو اوښخولو مراسم دجمهوري رياست  ددويم مرستيال قانونپوه سرور دانش ، دافغانستان داسلامي وحدت ګوند دمشر محمدکريم خليلي ،جهادي مشرانو ، جګپوړو دولتي مقاماتو او دخلکو دبيلابيلو  قشرونوپه ګډون نن دکابل په لويديځ کې پرځاى شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغو مراسمو کې  چې دجمهور رييس دمرستيال ، دافغانستان داسلامي وحدت ګوند او ددغه ارواښاد ديارانو او دده دکورنۍ دغړوله خواپرځاى شوي وو ، داعتمادي  يوه خپلوان محمدهدايت  ددغه ارواښاد  ژوندليک ولوست او څرګنده يې کړه : عملي سياست دده له روح سره   پيوند  خوړلى و اوپه نوې دوره کې   يې په ټولو سياسي برخو کې  کارنده شتون درلود.
دهدايت دڅرګندونوله مخې : په فرهنګي برخه کې هم کتاب دده دژوندانه يوه برخه وه  اوله همدې امله يې  دکاريزماتيکو شخصيتونو له  ژوندانه  اوله انقلابي  غورځنګونو او دهغو  له مخکښانوسره  پوره بلدتيا لرله اود ده ديني مطالعاتو په تيره بيا دتفسير ، فلسفې  او داسلام دتاريخ په برخه کې ارزښتناکه بډاينه لرله .
ده وويل :  اعتمادي ژور ديني تفکر درلود  خو دينداري يې  له هغه څه څخه زيات توپير درلود چې نور يې نندارې ته وړاندې کوي. ستر او انساني آرمانونه  دده دژوندانه په پراخه برخه کې شامل و،  خو آرمان پالنه دده دبې توپيرۍ سبب نه کيده ، ايديالوژيکي تفکر يې درلود خو  بهېر يې  هماغه سترې هېلې وې چې تل   په سرکې  لرلې او دهغو دتحقق لپاره يې  له هيڅ راز هلوځلو څخه     ډډه ونه کړه .
دغه راز په دغو مراسمو کې   دارواښاد اعتمادي وراره  حسين علي منتظري دارواښاد اعتمادي د جنازې دوړلو او ښخولو په مراسمو کې  دبرخه والو  دګډون له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې وويل  :  اعتمادي ددې پرځاى چې  په يوې  کورنۍ پورې اړه ولري ، دافغانستان  په خلکو اوپه هغو کسانو پورې اړه لرله  چې دمحنت او کړاو په ورځو کې  ديوبل  ياران او مرستندويان وو.
ديادونې وړ ده  چې اعتمادي په  ١٣٣٣  کال کې  ددايکندى ولايت  په خدير ولسوالۍ کې وزيږيد  او د شپيته کلنۍ په عمر وفات شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته