دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ  دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دچارو دادارې ددارالانشا دلوى رياست دخپرونو ادارې باختراژانس ته خبر ورکړ .
لومړى  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  په ټاکلې وخت کې  داړوندو ارګانونو له خوا  له قيد اوشرط پرته  دکابينې دپريکړو تحقق  الزامي وباله  ،  دولتي ارګانونه يې موظف کړل  چې  دکابينې  دمصوبو  دتحقق دتعقيبولو په لاره کې  داړوندو ادارو  درهبرۍ په کچه  دمسوول شخص  په ټاکنې سره  ددوو اوونيو  په دننه کې  دکابينې دپريکړو  دتحقق  دڅرنګوالي په باب  دجمهوري رياست  دچارو دادارې  لوى رياست ته  رپوټ وړاندې کړي .
وروسته  دعدليې وزير  دکابينې  د ١٣٩٥ کال  دوري دمياشتې  دپنځه ويشتمې نيټې ددويمې ګڼې  مصوبې  د دريمې فقرې  له لارښوونې سره سم ،  دحکومت  د ١٣٩٥ کال  دتقنيني کاري پلان  تصحيح شوې طرحه  چې  دشپږ ديرشو قوانينو ،  دقوانينو  دڅلورو تعديلونو ، څوارلسو مقررو ، دوو اساسنامو او دجزا  ديوه کوډ په ګډون  داووه پنځوسو موردو تقنيني سندونو  دپړاونو  بشپړول  پکې شامل دي ، غونډې ته وړاندې کړ چې دتصويب وړ وګرځيد.
له اجندا سره سم  دعدليې وزير شپږ مورده قوانين چې له دې جملې څخه دنړيوالې سوداګرۍ  په سازمان کې  په غړيتوب دلاسبري لپاره  دافغانستان  ژمنې  پکې شاملې دي  د تقنيني سندونو دپړاونو د برابرولو  او بشپړولو دڅرنګوالي  دمقررې  په پام کې نيولو سره  داړوندو وزارتونو له خوا  تسويد ،  دعدليې وزارت  دقانون جوړولو او دعلمي _ حقوقي  تحقيقاتو  په انستيتوت کې تدقيق  او دقوانينو دکميټې له خوا  تاييد شوي دي .  په دې ډول غونډې ته  وړاندې کړل .
١-ديوې ټوټې مدارونو دجوړولو دملاتړ دقانون طرحه  په څلورو فصلونو او ديرشو مادو کې  دجوړولو دطرحې ملاتړ ،  دمالک دحقوقو او وجيبو  دتنظيم او ديوې پارچې دمدارونو دجوړولو دطرحې څخه دې دناوړې استفادې  دمخنيوي  او داستفادې دزمينې برابرول
٢_ دزونوتيک  ناروغيو  په ګډون  دحيواني ناروغيو دمخنيوي اوکنترول ، دحيواني روغتيا دساتنې او وقايې ، دوترنري  لابراتواري تشخصيه خدمتونو  دتنظيم ،  دحيواناتو ،  حيواني محصولاتو ، حيواني درملو او دوترنري  دبيولوژيکي موادو  دوارداتو دتنظيم ،  دحيواني سوکالي  دتامينولو او دمالدارانو  داقتصادي شرايطو  دښه والي په موخه په څلورو فصلونو او پنځه ويشتو  مادو کې دحيوانې ( وترنري ) دروغتيا دقانون طرحه .
٣-دنباتي ورايتونو دساتنې او ملاتړ داغيزمن سيستم دجوړولو ، دنسل اخستوونکو  او بزګرانو دحقوقو اومکلفيتونو دتامينولو ، دتحقيقاتو دزمينې دبرابرولو ، دنويو نباتي  ورايتونو دانکشاف  ، ثبت  او استعمال ،  دخصوصي  پانکونې  دهڅونې او دملي ، سيمه ئيزو او بومي  نباتاتو  دورايتونو  دتکثيري موادو  دصنعت  دودې او  دنويو  نباتي  ورايتونو په ساتنې پورې دنورو  اړوندو چارو دتنظيم  په موخه په څلورو فصلونو او نهه ويشتو مادو کې دنباتي  ورايتونو  دساتنې دقانون طرحه
٤_ دکورنيو صنايعو دپراختيا ، دکورنيو صنايعو  دساتنې ، هڅونې او ملاتړ  او دحفاظتي اقداماتو دقواعدو دتنظيم په موخه په شپږو فصلونو او نهه ديرشو مادو کې دکورنيو صنايعو  دساتنې دقانون  طرحه .
٥_  دمخترع او مکتشف  دمادې او معنوي حقوقو  دملاتړ دتامينولو ، د اختراع او اکتشاف  په برخو کې  دتحقيقاتو دملاتړ او هڅونې او دمخترع او مکتشف  د اکتشاف  او ثبت  په موخه په څلورو فصلونو او څلور ديرشو مادو کې دمخترع  او مکتشف  دحقوقو دملاتړ  دقانون طرحه .
٦_  دعمومي اصولو دچارو دتنظيم او رعايتولو ، دحقوقو او وجيبو  دتثبيت او دمالونو  په بهرنۍ سوداګرۍ کې  ښکيلو اشخاصو ته  دمناسبو اسانتياو  دبرابرولو په موخه په څلورو فصلونو او دوه ويشتو مادو کې  دمالونو  دبهرني سوداګرۍ  دقانون طرحه .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته  ديوې پارچې مډالونو  دجوړولو دقانون ،  دنيابتي ورايتونو  دساتنې او دکورنيو صنايعو  دساتنې ، دمخترع اومکتشف  دحقوقو دملاتړ او دمالونو  دبهرني سوداګرۍ  دساتنې  دقوانينو طرحه تاييد کړه .
دغه راز  دحيواني ( وترنري ) روغتيا دقانون طرحه  په اصولو کې تاييد شوه  او د  جمهوري رياست  ددويم مرستيال  په مشرۍ  دسوداګرۍ او صنايعو ، عامې روغتيا ، کرنې اواوبو لګولو او دعدليې وزارتونه موظف کړى شول  چې دغه طرحه دې  دغوڼدې له يادونې سره سمه  تصحيح  او بشپړه کړي .
  دغونډې دکار په دوام  دعدليې وزير  پر عايداتو  دمالياتو دقانون  داويايمې مادې  دتعديل طرحه او د  ارزښتناکې ماليې  دقانون دځينو مادو  دتعديل طرحه وړاندې کړه  چې دقوانينو دکميټې  له خوا تاييد شوه  او غونډې ته طرحه شوه  چې دتاييد وړ وګرځيده .
  په همدې ترتيب  دطبي درملو او لوازمو دتوليد او توريد دمقررې  دځينو مادو دتعديل او لغوه کولو طرحه  چې دتعرفي او سوداګرۍ  له عمومي موافقه ليک سره د تقنيني سندونو   دسمون په دليل ،  له توليدونکو څخه  په بيلابيلو نومونو دفيس دغير قانوني  اخستلو مخنيوي . او دکورنيو اوبهرنيو توليدي شرکتونو ترمنځ دنه توپير له مخې  برابره او دقوانينو دکميټې  له خوا  تاييده شوې ده   دعدليې دوزير له خوا  غونډې ته وړاندې شوه  چې دتصويب وړوګرځيده .
  ورپسې  دماليې وزير  د ١٣٩٥مالي کال   په لومړيو شپږو مياشت کې دملي بودجې  دلګښتونو  دتحقق  دڅرنګوالي رپوټ  غونډې ته وړاندې کړ او زياته يې کړه چې  د١٣٩٥مالي کال دعادي او پرمختيايي بودجې په ګډون  د ١٣٩٥ کال  دغبرګولي دمياشتې  تر څليرويشتمې نيټې پورې  دملي بودجې  لګښتونه   ١٢٣ ملياردو افغانيو ته رسيږي  له دې جملې څخه  دعادي بودجې لګښت  ٩٧ مليارده افغانۍ  او دپرمختيايي بودجې لګښت ١ر٢٦مليارده افغانۍ کيږي  چې له پلان څخه  د ډير ټيټ  لګښت  څرګندوى دى .
  ده دبودجې دڅارنې  ، تنظيم او لګښت په لاره کې  په وزارتونوکې  دبودجې  دداخلي کميټې  په جوړولو کې  دجديت او دوام په ګډون دبودجې او لګښت په مسئلو کې دکابينې  دغړو  دپاملرنې  ، دمرکزي  ادارو او ولايتونو ترمنځ  دهمغږي  دتامينولو او دغه وزارت ته  دغبرګولي دمياشتې  تر پاى پورې  دوزارتونو او ادارو  دتدارکاتي پلان  دليږلو  په ګډون  موضوعګانې  په بودجه کې  دلګښت  دښه والي په لاره کې داصلاحي   پيشنهادونو په توګه وړاندې کړل
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته  دماليې وزارت  د وړانديزونو دتاييدولو او ددولتي ارګانونو له خوا  دهغو دتطبيق په ترڅ کې  ، وزارتونه  او دولتي ادارې  موظفې کړې  چې دبودجې په لګښت کې دستونزې  دپيداکيدو په صورت کې دې  ، موضوع  له ډيل پرته  دماليې له وزارت سره همغږې کړي  او ستونزه  حل کړي .
په همدې ترتيب دماليې وزير دملي دفاع وزارت  له ريفورم مخکې  دنظامي متقاعدينو دتقاعد په حقوقو کې  په سلوکې دپنځه ويشتو  زياتوالي په باب  دبودجې دکميټې  پريکړه  غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه دغه  زياتوالي  ددولت  دمالي توان او ددغو متقاعدينو  دغوښتنې  په پام کې نيولو سره دوزيرانو شورا  د ١٣٩٣ کال  دغبرګولي دمياشتې  دشپږ ويشتمې نيټې په دولسمه ګڼه مصوبه کې  دليکل شوي  په سلوکې دڅلويښتو پخوانى  زياتوالي سربيره  دبودجې دکميټې  دموافقې وړ  ګرځيدلې ده .  په ټوليزه توګه به ٣٧٦ مليونه افغانۍ لګښت  ولري . او دمتقاعدينو داستازو  دقناعت وړ هم ګرځيدلې ده . چې دتصويب وړ وګرځيده .
دغونډې په پاى کې دماليې وزير  دصکوکو مطبعې  دودانۍ دجوړولو په اړوند  ددغه وزارت رپوټ  غونډې ته وړاندې کړل  او څرګنده يې کړه چې دملي وحدت دحکومت دوزيرانو شورا  د ١٣٩٤ کال  دوري دمياشتې  دنهمې نيټې دغونډې له پريکړې او  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې د ١٣٩٤ کال  دچنګاښ دمياشتې  دلسمې نيټې  د ديارلسمې ګڼې مصوبې  ددويمې فقرې  له لارښوونې سره سم  داړوندو ارګانونو داستازو په ترکيب  يو مختلط هيئت  وټاکل شو . چې دجنګلک  دفابريکې ساحه  له نږدې کتلې ده  او نظر يې څرګند کړې ده . ، هغه ساحه چې  د صکوکو دمطبعې لپاره  ديزاين شوې ده دعامې روغتيا په وزارت پورې اړوند  دڅلور پوړيزې ودانۍ  دويجاړولو سبب  شوې ده  چې دامريکا دمتحده ايالاتو  دقانون د تنفيذ او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې  دادارې له خوا  په نشه يي توکو  دروږدو ماشومانو او ښځو  ددرملنې په لاره کې  جوړه شوې ده .
له دې امله دصکوکو  مطبعه  دجرمني هېواد د ډيزاينرانو  د ټيم له خوا  په داسې ډول  ترسره کيږي  چې دغه کلينيک  په خپل ځاى کې  پاتې شي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  دماليې وزارت  موظف کړ چې  ددرې سوه بستريز روغتون دساحې په ساتنې سره  دجنګلک دفابريکې  په پاتې ساحه کې دمطبعې دودانۍ  ديزاين  تنظيم کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته