کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دملي شورا پخوانۍ غړى وکيل وزير محمدکټوازي دورپيښې ناروغي له امله له دې فاني نړۍ څخه سترکى پتې کړې دي
انالله واناليه راجعون
ارواښاد حاجي وزير محمد خان کټوازي دخپلې سيمې سپين ږيرى او خيرخواه شخص او دخلکو خدمتګار و دده مړينه يې يوه ضايعه ده
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ، دوستانو او دپکتيکا ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دى يې جميل صبر په نصيب شي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ