کابل – باختر دکب دمياشتې ١
د آسيا په حوزه کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په نامه د غزني ښار د اختتاميه جشنوارې د مراسمو د پرځاى کولواو دامنيت دتامينولو په مقصد دامنيتي کميټې دجوړولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم.
د آسيا په حوزه کې داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه د غزني ښار د اختتاميه جشنوارې دمراسمو د پرځاى کولو د ډاډمن امنيت دتامينولو د لازمو تدبيرونو دنيولو او همغږۍ په مقصد چې داسلامي هيوادونو دعلمي ، فرهنګې او روزنيز مرکز ايسيسکو له خوا چې ټاکل شوې ده د روان کال دکب دمياشتې په ٤ نيټه ديوشمير لوړ رتبه کورنيو او بهرنيو ميلمنو په ګډون ددغه ولايت په مرکز کې پرځاى شي .
د ٢٠٣ تندر قول اردو دقوماندان تورنجنرال محمد شريف يفتلي په مشرۍ او دکابل ولايت دامنيه قوماندان او ملي امنيت درييس، د دولتي لوړ رتبه رجالو دساتنې او امنيت درياست د اوپراتيفي مرستيال ، دکابل د ١١١ فرقى دواکمن استازي، دميدان وردګو ولايت دامنيه قوماندان او دملي امنيت درييس ، دغزني ولايت دامنيه قوماندان او ملي امنيت درييس او په غزني ولايت کې دملي اردو دلوا دقوماندان په غړيتوب امنيتي کميټه منظورم.
امنيتي کميټه موظفه ده چې ددغو مراسمو امنيت چې د لوړ رتبه کورنيو او بهرنيو ميلمنو په ګډون د غزني په لرغوني ښار کې پرځاى کيږي د لازمو او هر اړخيزو تدبيرونو په نيولو سره تامين کړي .
داختتاميه مراسمو د سيمې شاوخوا، لارى ،د برخه والو ميلمنو داستوګنځايونو او دپاملرنې وړ سيمې له مخکې څخه تثبتې او تر داډمن امنيتي پوښښ لاندى ونيسي او دامنيتي موظفينو له اجرااتو څخه د مراسمو ترپاى پورې دې جدي څارنه وکړي.
امنيتي کميته دې دخپلو اجرااتو دڅرنګوالي په باب په دومدار ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت شورا دفتر ته رپوټ ورکړي .
0 1 دقیقه لوستل