سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام:

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواخوږۍ  او ډاډګيرنې  پيغام:
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې دافغانستان دمعاصرو ادبياتو نوميالى  او نازکخيال شاعر او پياوړى  ليکوال محمد صديق پسرلى  د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
ارواښاد محمد صديق پسرلى  خپل ټول عمر مطالعې او فرهنګي هڅو ته وقف کړى و.  دخپل استعداد او ادبي صلاحيت  له امله يې لا په تانده ځواني کې ديوښه او مبتکر شاعر په توګه خپل موقف په جامعه کې تثبيت کړ. دجهاد په دوران او د مهاجرت په محيط کې يې ادبي او فرهنګي هڅې ګړندۍ شوې . د سپيدې په نامه مجله يې چاپ کړه  دافغانستان دکلتوري ټولنې او ادبي بهيرپه جوړولو کې يې ديو مخکښ مشر فرهنګي شخصيت په حيث هڅه وکړه  ډير منظوم او منثور آثار يې وليکل چې دافغاني  فرهنګ په وده کې يې سهم ثابت دى .
د ده کارونه دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب د ده  کورنۍ ، دوستانو ، دهيواد شاعرانو ، ليکوالانو او دکندز ولايت خلکوته  وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي  او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته