دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام .
کابل باختر د ثور نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام .
په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې دپنجشير ولايت يو قومي مشر اومخور ملک محمد عمر خان دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد ملک محمد عمر خان وطندوست او خيرپال شخص او دخلکو په خدمت کې و ، دافغانستان دخلکو په جهاد او مقاومت کې يې ونده لرله ، مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو او دپنجشير ولايت خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج) له دربار څخه متوفى ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .