دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي راډيويي وينا

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو خويندو اوورونو !

 اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته . ؛

 نن ديوې موضوع په باره کې له تاسو عزيزانو  سره خبرې کوم چې دماشومانو اومشرانو په ګډون دټولو ګرانو هيوادوالو له روغتيا سره اړيکې  لري او هغه هم له نسخې پرته ددرملو پيرودنه او د ډاکتر له لارښوونې او سلامشورې پرته دهغو کارول دي .

 ګرانو هيوادوالو زموږ يوشمير هيوادوال دکم لګښت او ياهم دبې پروايي په خاطر دځان اويا هم دخپلې کورنۍ دناروغانو دعلاج لپاره ډاکتر ، روغتون او کلينيک ته له مراجعې پرته درملتونونو ته ځي او د ډاکتر له نسخې  پرته درمل اخلي او هغه په خپله اويا  ددوى دکورنۍ ناروغان استعمالوي .

  ګرانو خويندو او ورونو د ډاکتر له سلامشورې پرته ددرملو کارول زموږ اوزموږ دماشومانوروغتيا ته زيات خطرونه متوجه کولى شي او په خپل سر دغه شان  درملنې او ددرملو کارول د ډاکتر له لارښوونې پرته ډير خطرناک کيداي شي او انسانانو په تيره بيا ماشومانواو اميدوارو ښځو ته زيات جانبي عوارض ولري او آن په ځينو مواردو کې خطر يې دناروغانو ژوند ګواښولى شي .

 زياتره درمل جانبي عوارض لري په خپل سر دهغو کارول په ښکاره که چيرې زموږناروغي ښه کوي زموږ دبدن نورو غړو ته زيات زيانونه متوجه  کوي يوازې  ډاکتران کولاى شي په دې برخه کې موږ ته سمه لارښوونه وکړي داسې درمل زموږ دناروغۍ دعلاج لپاره تجويز کړي چې موږ له نورو عوارضو څخه خوندي وساتي .

 درمل د ډاکتر له خوا ناروغ ته په اندازې سره اوپه خپل وخت تجويز کيږي که چيرې موږ ددرملنې په وخت کې ډاکتر اوکلينيک ته په مراجعې  سره درمل اخلو دهغو دکارولو وخت او اندازه هم موږ ته ښيي اوپه خپل سر دهغو دکارولو په صورت کې اندازه يې زياته اويا کميږي .

 ددرملو زيات اوياکم کارول هم يو خطرناک عمل کيداي شي . .

 ګرانو هيوادوالو !

 دافغانستان دعامې روغتيا وزارت ټولو درملتونونوته دابلاغيې په ترڅ کې ويلي دي چې هيڅ درملتون نه شي کولاي د ډاکتر له نسخې پرته چاته درمل ورکړي او دغه راز دهر درملتون خاوند مکلف دى چې هرومرويو مسلکي او دزده کړې خاوند درمل پيژندونکي ولري خو سره له دې  هم په يو شمير درملتونونوکې د ډاکتر له نسخې پرته درمل ورکول کيږي او آن ځينې درمل په سړکونوکې هم پلورل کيږي، زه له خپلو ټولو ګرانو هيوادوالو څخه غواړم  چې دناروغي په وخت کې دى ډاکتر ، روغتون او کلينيک ته ورشي او د ډاکتر په لارښوونه  او سلامشوره دځان او دخپل ناروغ درملنه وکړي او په خپل سر ددرملو له پيرودنې او کارولو څخه دې ډډه وکړي اودځان او دخپلې کورنۍ دغړو په تيره بيا دخپلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي که چيرې ډير عادي اوبې خطره درمل د ډاکتر له نسخې پرته وپيرودل شي او وپلورل شي پروا نه کوي .

  ددغه شان درملو پيرودونه  او پلورنه په هرځاى کې له نسخې پرته مجاز ده خو ددغه شان درملو کارول هم بايد په احتياط سره وي او هر راز درمل دې له ماشومانوڅخه لري وساتل شي که چيرې د ډاکتر په نسخې سره درمل وي اوکه چيرې هم هغه درمل چې په اساني سره په بازار کې پيرودل کيږي اوخطر نه لري هر درمل کيداي شي زموږ ماشومانوته زيان ورسوي اوپه تيره بيا ماشومانو ته بايد درمل په اندازې  سره يې  ورکړو او هغه هم هرومرو د ډاکتر په مشورې سره اوپه هيڅ صورت او په هيڅ وخت کې دې زموږ ماشومانوته د ډاکتر له مشورې پرته درمل ورنه کړى شي هيله لرم چې ددرملتونونو خاوندان د ډاکتر له نسخې پرته دې په مراجعينو درمل ونه پيري . ؛

 دتيرتاريخ ددرملو له کارولو څخه دې ډډه وشي او دغه راز موږ ټول بايد په سړکونوکې ددرملو له پيرودنې  څخه که چيرې عادي درمل هم وي ډډه وکړو او په تيره بيا بيا هم يادونه کوم چې زموږ ماشومانو اونويو زيږيدلو ماشومانو ته هيڅکله  په خپل سر درمل ورنه کړو .؛ ختم_ ف _ اکرم

حامدکرزي :  د ډاکتر له مشورې پرته ددرملو کارول .خلکو او په تيره بيا ماشومانو ته خطرونه متوجه کولى شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته